حكومت د قبائلي اولس د ستونزو احساس لري۔ محمود خان

پېښور ۔ 30ستمبر(اے پی پی) د خېبر پختونخوا وزير اعلې محمود خان وئيلي دي د ضم شوو ضلعو د خلقو شکایتونو لرې كولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ حكومت د قبائلي اولس د ستونزو نه يوازې احساس لري بلكې د دې لرې كولو له د وسائلو په وخت كارول هم باوري كوي۔ قبائلي اولس سره كړې لوظونه به تر سره كولې شي۔ د زرګونو په شمېر خاصه دار او لېويز باقاعده پوليس كښې ضم كړې شوي كوم چې په سختو مالي حالاتو كښې د كوم چېلنج نه كم نه وو۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ وزیراعلی سېکرټرېټ کښې د مومندو د قومي مشرانو یو پلاوي سره د خبرو په مهال وکړه. په دې موقع اېم اېن اے ساجد خان مومند ، د وزیراعلی پرنسپل سکریټري شهاب علي شاه ، هوم سېکرټري ، د پیښور کمشنر ، ډپټي کمشنر مومند او نور اړوند چارواکي هم موجود وو. اعلی وزير پلاوي سره خبرو کښې ووئيل هغه د سیمې لپاره د قبایلي خلقو د قربانیو قدرداني کوي او د قبیلوي خلقو له ستونزو څخه پوره خبر دے ځکه چې دوی نېغ په نېغه له دې حالاتو سره مخ شوي وو.محمود خان ووئیل په صوبه کښې د پخواني فاټا ضم كېدل او هلته نوې نظام رامخې ته كول بې شکه یوه لویه ننګونه وه چې اوسني حکومت پوره کړې ، قبایلي خلقو سره شوې لوظونه به په پرله پسې پوره كولې شي