تېر كال غېر ملكي سېلګرو په دبئي كښې 21 اربه ډالر خرڅ كړي دي

دبئي 20 ستمبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د سېلګرې ادارې وئيلي دي چې تېر كال غېر ملكي سېلګرو په دبئي كښې 21 اربه ډالر خرڅ كړي دي. د الامارات اليوم رپورټ له مخې غېر ملكي سېلګرو د كال 2018م په مهال په دبئي كښې 78.6 اربه درهم خرڅ كړي وو. د سېلګرې په سبب دبئي د مېنځني ختيځ د ټولو هېوادونو نه وړاندې تللې. د مېنځني ختيځ په لس هېوادونو كښې چې غېر ملكي سېلګرو څومره خرڅ كړې، د هغې ئې 27 فيصده برخه په دبئي كښې خرڅ كړې. د سېلګرې نړيوالې ادارې په خپل رپورټ كښې وئيلي دي چې دبئي غېر ملكي سېلګرو لپاره تر ټولو خوښ ښار جوړېږي. د رپورټ له مخې تېر كال دبئي ته 16.7 مليونه غېر ملكي سېلګري تللي دي