اېمنسټي انټرنيشنل د بېنك اكاٶنټس په منجمد كولو هند كښې د هلو ځلو بندولو اعلان وكړو

نوے ډيلے 29 ستمبر (اے پي پي) د بشري حقونو تحفظ لپاره كار كونكي نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشنل د هند په غېر قانوني جمو و كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كولو په سبب د خپل بېنك اكاٶنټس په منجمند كېدو هند كښې د هلو ځلو بندولو اعلان كړے ۔ د برتانيې خبري اژانس رپورټ له مخې د اېمنسټي انټرنېشنل لخوا جاري بيان كښې وئيلي شوي ادارې هند كښې د خپلو هلو ځلو د بندولو پرېكړه د بېنك اكاٶنټس په منجمد كولو كړې ۔ بيان له مخې د هند حكومت د ادارې بېنك اكاٶنټس د بشري حقونو خلاف ورزو په ضد د غږ پورته كولو په سبب منجمد ګرځولي چې په سبب ئې ادارې خپل ملازمان هند كښې د كار نه منع كړي او د بشري حقونو د خلاف ورزو كمپائن او د تحقيق كار په بندولو مجبوره شوي٬ د هندي حكومت لخوا د بشري حقونو پرله پسې خلاف وزو نه پس د بشري حقونو لپاره د كار كوٶنكو ادارو په ضد دا تازه كاروائي ده۔ بيان كښې وئيلي شوي ادارې په دې وروستيو كښې په مقبوضه كشمير او نوي ډيلي كښې د احتجاج په مهال د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته وكړې وې او په دې بابت كښې هندي سركار د ادارې بېنك اكاٶنټس د ستمبر په لسمه نيټه منجمد كړي۔ د اېمنسټي انټرنېشنل له مخې د هند حكومت هېواد كښې د بشري حقونو تحفظ لپاره د كار كوٶنكو نورو ادارو په ضد هم انتقامي كاروائۍ روانې ساتلې دي