امریکا كښې د كورونا ځپلو شمېره 70 لكه نه زياته شوه٬ دوه لكه 4 زره نه زيات كسان مړه شول

واشنګټن۔ 21 ستمبر (اے پی پی) امریکا كښې د وژنكي كورونا وائرس وباﺀ ځپلو شمېره 70 لكه نه زياته شوې او د دې د لاسه 2 لكه 4 زره نه زيات كسان مړه شوي۔ د ګل په ورځ د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره 7004768 ته رسېدلې ۔ د امريكې د صحت محكمې چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعال كېسونو شمېره 2550510 ده او د دې د لاسه تر دې دمه هېواد كښې 204118 مړه شوي۔ د چارواكو له مخې امريكا كښې ورځ په ورځ د وائرس كېسونه او د فعاله ځپليو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ د چارواكو له مخې دې وائرس څخه تر دې دمه 42 لکھ 50 زره كسان روغ شوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده نړۍ كښې امريكا تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ امريكا كښې د كورونا وائرس اولنے كېس د روان كال جنورۍ مياشتې په 22 مه نېټه رپورټ شوے