امريكا ، ټېکساس كښې د كوچنۍ الوتكې رانسكورېدو پېښه ٬ 4 كسان مړه

هوسټن ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) امریکائي رياست ټېکساس كښې د كوچنۍ الوتكې رانسكورېدو پېښې په نتيجه كشی 4 كسان مړه شوي دي۔ ځائي ميډيا د ټېكساس پبلك سېفټي څانګې يو اهلكار حوالې سره ووئيل چې د هوسټن هل ټاپ لېک ایئرپورټ ته نزدې سهار 11 بجې رامخې ته شوې دې پېښه كښې دوه سړي او دوه مېرمنې مړې شوي دي۔ ځائي افسر ووئيل چې دا پېښه د پائيلوټ په بېړني حالت كښې د الوتكې كوزولو هڅې په مهال رامخې ته شوه۔