امريكائي خارجه وزير راروانه اونۍ د جاپان ٬ سوئيلي كوريا او منګوليا دوره كوي۔ مائيك پومپيو به دوره كښې د چين او قطبي كوريا په چارو خبرې كوي

واشنګټن ۔ 30 ستمبر (اے پی پی)د امريكې خارجه وزير مائيك پومپيو به د چين او قطبي كوريا په چارو خبرو كولو له راروانه اونۍ د جاپان ٬ سوئيلي كوريا او منګوليا دوره كوي۔ د فرانسیسی خبر رسنې ادارې له مخې د امريكې د خارجه چارو محكمې تېره ورځ بيان كښی وئيلي دي خارجه وزير مائيك پومپيو به د 16 ستمبر د يوشي هېډے سوګا د جاپان نوي وزيراعظم ټاكلےر كېدو نه بس دا اولنۍ دوره كوي۔ مائیک پومپیو به په 6 اكتوبر جاپان ته ځي چرته به چې هغه خپل د آسټرېليا ٬ هند او جاپان همڅنګو سره ملاقات كوي۔ وروستو به امريكائي خارجه وزير د اكتوبر په 7 مه نېټه منګوليا ته ځي او دا به د كال 2016ﺀ نه وروستو د منګوليا دوره كوؤنكے د امريكې اولنې خارجه وزير وي۔ بلخوا د ده د سوئيلي كوريا دورې ته قطبي كوريا سره د چارو مهم پېشرفت په توګه كتلې شي