5 اګست 2019ء د کشمیریانو د تاریخ توره ورځ ده، د هند د اړخه د کشمیر خصوصی حیثیت بدلولو اقدام د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزی ده

اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د آزاد کشمیر د بيلو ګوندونو سره تعلق لرونكو ميرمنو وئيلي دي 5 اګست 2019ء د کشمیریانو د تاریخ توره ورځ ده،د هند د اړخه د کشمیر خصوصی حیثیت بدلول د ملګرو ملتونو د قراردادونو خلاف ورزی ده، د دې اقدام په نتيجه كښې په کشمیریانو د ظلم غر راپرويوتے، 10 لکھ وسله والو په موجودګۍ كښې کشمیریان د خپلو هلو ځلو څخه يو ګام هم په شا نه كړے شول۔ د نهې په ورځ’’اے پی پی‘‘ سره په خپلو خبرو كښې د مسلم لیګ (ن) د قانون سازې اسمبلۍ غړي سحرش قمر ووئيل د 5 اګست نه پس کشمیر كښې د تاریخ بدترین کرفیو ده ،10 لکھ عسكرو د بې ګناه کشمیریانو محاصرہ کړې ، د عدالت نه غير قتل عام روان دے۔ هند ته دې معلومه شي چې د طاقت په زور کشمیریان تر زياتې مودې غلام نه شي ساتلے كيدے۔ د جماعت اسلامی د ميرمنو حلقې لارښودې او د قانون سازې اسمبلۍ غړي رفعت عزیز ووئيل 5 اګست 2019ء د هند حکومت نړيوال قوانین،ملګرو ملتونو چارټر خلاف ورزی او د هند آئین كښې په بدلون كولو دفعه 370 او35;65; ختمولو سره مقبوضه کشمیر انډین یونین كښې ضم كړے او دې سره پھ په ټوله وادۍ كښې بشپړ لاك ډاوَن او کرفیو نافذ کړې شوې ۔ رفعت عزیز ووئيل د هر ډول جبر او تشدد او ظلم باوجود هند د آزادۍ تحریك ته زيان رسولو كښې ناكامه شوې۔ دې ووئيل حاجت د دې خبرې دے چې د پاكستان حکومت دې په قامی او نړيواله كچه يوه څرګنده پالیسی او كوټلے موَقف خپل كړې دغسې چې نړيواله ورورولۍ او د ملګرو ملتونو پشمول د نړيوالو ادارو په وړاندې د کشمیر تشویش ناك صورت حال او هندي حکومت د اړخه د بشري حقونو د خلاقف ورزۍ بشپړ عكس وړاندې كړے شي۔ د مسلم کنفرنس مرکزی لارښودې نائله قلندر ګردیزی ووئيل 5 اګست 2019ء کشمیریانو د تاریخ يوه بله توره ورځ ده كله چې د كشمريانو خصوصی حیثیت ختم كړے شوے ۔ دا اقدام د ملګرو ملتونو د قرادادونو په ضد دے ۔ دې ووئيل كشمريانو له دې د هغوي جائز حق وركړے شي۔ د پاکستان پیپلز پارټۍ د آزاد کشمیر لارښودې سردار نبیله ایوب ووئيل د هند د اړخه د ملګرو ملتونو قراردادنو خلاف ورزي كولو سره د کشمیر خصوصی حیثیت ختمول د نړيوالې ورورولۍ په مخ سپيړه ده۔ مقبوضه کشمیر كښې د هند د اړخه روان لاك ډاؤن يو كال په پوره كيدو د تحریك انصاف آزاد کشمیر چیئرپرسن تقدیس ګیلانی غبرګون كښې ووئيل د کشمیریانو له خصوصی حیثیت وركونكې د هند آئین آرٹیکل 370 اے ختمولو سره مقبوضه وادی كښې کرفیو نفاذ ، کشمیریانو په تګ راتګ بنديز لګول مقبوضه وادی کشمیر كښې د هند د اړخه مسلط کړې شوي غیرانسانی لاك ډاوَن او دة مواصلاتی بنديز يو كال بشپړ شوے ، د متنازعه بل نفاذ سره چرته چې د مقبوضه کشمیر اولس د خپل بيرغ او آئين څخه محروم شوے هلته د کرونا وبا له امله د ژوند حالاتِ خراب شوي او سړكونه ويران پراته دي ، وادی كښې دکانونه ، کاروبار، تعلیمی مرکزونه بند دي او وګړي په كورونو كښې محصور شوي۔ دې د نړيوالې ورورولۍ په کردار افسوس کولو سره ووئيل د نړيوالې ورورولۍ د منافقت رویه د غندنې وړ ده چې سوريه كښې كومه تګلاره د عمل وړ ده هغه په کشمیر كښې ناجائز ګرځولې كيږي،د دې څخه هغه نتيجه اخستلې كيدې شي چې سوريه كښې مالی او عسکری مرسته هغوي لپاره جائز ده دغسې کشمیر كښې د هند قابضو عسكرو ظلمونو په ضد مزاحمت او خپله دفاع له د وسله پورته كونكې ځوان برهان وانی نه يوازې ترهه ګرځولے شوے بلكې شهید کړے شوے هم دے او په سوشل میډیا د هغه عكسونه او اړوند مواد بند کړې شوي۔