یو این ایچ سی آر پاكستان، د رجسټرډ افغان كډوالو 21 زره مستحق كورنيو له مرسته وركړه

اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) یو این ایچ سی آر پاكستان، ټول هيواد كښې د كووډ ۔ 19 له امله لاك ډاوَن په وجه ځپلې شويو مستحق افغان كډوالو له د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام په ډول مالی مرستې پروګرام د پاكستان پوسټ په مرسته روان دے ، په دې لړ كښې څلورو واړو صوبو او اسلام آباد كښې رجسټرډ افغان كډوالو 21 زره څخه زيات مستحق كورنيو له له مرسته وركړې شوې۔ د جمعې په ورځ د یو این ایچ سی آر وياند قیصر خان ’’اے پی پی‘‘ ته ووئيل حكومت پاكستان د سیفران وزارت ٬ د كورنيو چارو او خارجه وزارت په مرسته پاكستان كښې ميشته رجسټرډ افغان كډوال كوم چې كووډ ۔ 19 لاك ډاوَن په وجه ځپل شوي هغوي له یو این ایچ سی آر پاكستان، پاكستان پوسټ په مرسته 12 زره روپۍ يوې كورنۍ له وركوي دغسې چې هغوي خپل حاجتونه پوره كړې۔ ده ووئيل دا پروګرام د حكومت پاكستان د اړخه د احساس ایمرجنسی پروګرام ترمخه مستحق كسانو له 12 زره روپۍ وركولو په شان يو پروګرام دے۔ ده ووئيل د بلوچستان كوئټه ښار ، خیبرپښتونخوا، اسلام آباد كښې هم افغان كډوالو مستحق رجسټرډ كورنيو له د پاكستان پوسټ په مرسته 12 زره روپۍ 36 زره افغان كډوالو له وړومبې پړاؤ كښې وركړې شوې دي۔