چين د هندي غېر قانوني مقبوضه كشمير په موجوده صورتحال او په پوځي كاروائيو اندېښنه لري

بيجنګ 06 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل استازي زهنګ جون وئيلي دي چې چين د هندي غېر قانوني مقبوضه كشمير په موجوده صورتحال او په پوځي كاروائيو اندېښنه لري۔ د زيارت په ورځ د چين ميديا له مخې زهنګ جون وئيلي دي چې هند په يو اړخيزه توګه اګست كال 2019 كښې د آئيني بدلون د لارې د كشمير حېثيت بدل كړې٬ چې په سوب ئې په منطقه كښې تاٶ تريښوالې رامخې ته شوې او په دې لر كښې د صورتحال ښه والي په ځائ د لا خرابېدو اندېښنه ده دې لپاره چين د مقبوضه كشمير په اوسنۍ وضعه او د دې په اړه په پوځي كاروائيو اندېښنه لري۔ وياند له مخې زهنګ جون د سلامتي كونسل په بنده كمره كښې د بحث په مهال د كشمير په اره د چين اصولي موقف وړانډې كړو۔ ده په اړوند ډلو د تحمل څرګندونې او احتياط سره په كار كولو زور رواړې او ډلې دې په خاص توګه د صورتحال لا خرابېدو لپاره داسې يو اقدام كولو نه ډډه وكړي۔ زهنګ جون په دې خبره زور رواړو د كشمير كشاله ماضي سره تړلې شوې شخړه ده او دا د ملګرو ملتونو د چارټر٬ د سلامتي كونسل د قراردادونو او د دوه اړخيزه لوظنامو له مخې په سوله ايز او مناسب ډول حل كول پكار ده ۔ وياند ووئيل چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته هندي غېر قانوني مقبوضه کشمير په موجوده صورتحال او پاکستان او هند كښې د ملګرو ملتونو پوځي مبصرينو بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د سلامتي كونسل د غړو هېوادونو نمائندګانو د هندي غير قانوني مقبوضه کشمير په موجوده صورتحال د تشويش څرګندونه وكړه چې ډلې دې د زغم او تحمل نه كار واخلي او په منطقه كښې به امن او استحكام لپاره مذاكرات كوٶ