وزيراعظم عمران خان سره د پنجاب ګورنر ملاقات

APP39-07 LAHORE: August 07 - Prime Minister Imran Khan discussing with Punjab Governor, Ch. Muhammad Sarwar during his visit to Governor House. APP

لاهور۔7 اګست (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان سره د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور د جمعې په ورځ ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع د پنجاب اعلې وزير سردار عثمان بزدار او وفاقي وزيران شبلي فراز او حماد اظهر هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال د سياسي او حكومتي چارو په شمول په نورو ستونزو هم خبرې وشوې۔ ۔ملاقات كښې ګورنر چوهدري محمد سرور وزيراعظم د پنجاب آب پاك اتھارټي ٬ د كورونا وباﺀ په مهال ريليف ګامونو او د پنجاب پوهنتونونو كښې د اصلاحاتو په شمول د نورو اقداماتو نه خبر كړو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پوهنتونونو كښې اصلاحاتو له دې ټول وسائل وكارولې شي او اولس ته د څښلو پاكو اوبو رسنې له دې د ګامونو پورته كولو عمل لا تند كړے شي۔ ده ووئيل د څښلو پاكو اوبو رسنې سره اولس زياتو خطرناكو رنځونو څخه بچ كېدې شي