هند كښې د كورونا وائرس 52 زره څخه زيات نوي كيسونه رامخې ته شول ، 39 زره كسان مړه شول

نوې ډيلې 04 اګست (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله 39 زره كسان مړه شوي۔ د نهې په ورځ د هند ميډيا له مخې هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 52 زره څخه زيات نوي كیسونه راپور شوي چې ورسره د ځپلے شوو كسانو شميره 18 لكهه 56 زره څخه زياته شوې ۔ په دې مهال نور 803 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شوو مجموعی مصدقه شميره 39 زره ته رسيدلې ده۔ د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې په تيرو 24 ساعتو كښې ټول هېواد كښې 52050 كسان د كورونا وائرس له امله ځپلے شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس له امله زيات ځپلې شوي رياست مهاراشټر سره تعلق لري چرته چې د تيرو 24 ساعتو په مهال 266 كسان د كورونا له امله مړه شوي۔ ریاست كښې تر اوسه 15 زره ا800 څخه زيات كسان مړه شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس تر ټولو زيات فعاله كیسونه په دې رياست كښې رامخې ته دي۔ مهاراشټر كښې د كورونا فعاله كیسونو شميره يو لكه 32 زره څخه زياته ده۔