قومي شجركاري مهم كښې زمونږ بشپړه ملګرتيا وكړۍ ٬ د خپلې برخې يوه اونه خو ضرور نال كړۍ۔ نن به زمونږ ځوانان 35 لكه نه زياتې اونې نالوي۔ زرتاج ګل وزير

اسلام آباد ۔ 8 اګست (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې زرتاج ګل وزيرې قام ته خواست كړے دے چې هغوي دې د شجركارۍ مهم كښې زمونږ بشپړه مرسته وكړي او د خپلې برخې يو نه يو بوټې خو ضرور وكړي۔ د ټائيګر فورس ډے په موقعه نن د اتوار په ورځ به زمونږ ټائيګر فورس 35 لكه نه زياتې ونې نالوي۔ د خالي په ورځ جاري شوي بيان كښې زرتاج ګل ووئيل زه په دې ورځ قوم ته خواست كوم چې هغوي د شجركارۍ مهم كښی بشپړه برخه واخلي۔ دې ووئيل مونږ له به د وزيراعظم عمران خان كلين اېنډ ګرين ويژن مخ په وړاندې بوتللو سره ګرد هېواد كښې لس اربه اونې لګول وي۔