صدر مملکت ډاکټرعارف علوی په مشرۍ كښې بهبودآبادی وفاقی ټاسك فورس غونډه

APP24-07 ISLAMABAD: August 07 - President Dr. Arif Alvi chairing 3rd meeting of the Federal Task Force on Population, at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 07 اګست (اے پی پی) د بهبودا ٓبادی وفاقی ټاسك فورس په غونډه كښې وګړو كښې آبادۍ كښې تندۍ سره زياتوالې مضمرات په اړه شعور او خبرتيا پيدا كولو كښې میډیا اوعلمائے کرام څخه د مرستې ترلاسه كولو ته سلا راغلې، په غونډه كښې اولسي خبرتيا پيدا كولو په لړ كښې خاندانی منصوبه بندی او تولیدی صحت په اړه پرنټ، الیکټرانك اوسوشل میډیا قامی كمپائن پيل كولو په حاجت زور راوړې شوې۔ صدرمملکت ډاکټرعارف علوی په مشرۍ كښې د الارمنګ پاپولیشن ګروتھ وفاقی ټاسك فورس غونډه د جمعې په ورځ وشوه چې مقصد ئې هيواد كښې تندۍ سره زياتيدونكې آبادۍ شرح کمولو لپاره تګلاره وضع کول ؤ۔ په غونډه كښې په زياتيدونكې آبادۍ قابو موندلو له د بيل تجاویز تفصیلی جاج واخستلې شو۔ آزاد جمو او کشمیر او ګلګت بلتستان پشمول ټولو صوبائی حکومتونو غونډه د خاندانی منصوبه بند٬ په اړه پورته شوې اقدامات په اړه خبر كړه۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ غونډې له تجويز وركړو چې وګړو له مالي مراعات ترغیب وركولو سره آبادۍ كښې په زياتوالې قابو موندلو كښې مرسته وشي۔د سندھ وزیراعلیٰ سید مرادعلی شاه کم آبادی لرونكو صوبو له این اېف سی ایوارډ ترمخه مالی ترغیبات وركولو تجویز وركړو۔په غونډه كښې په وګړو كښې آبادۍ كښې تندۍ سره د زياتوالې مضمرات په اړه شعور او خبرتيا پيدا كولو كښې میډیا او علمائے کرام څخه د مرستې ترلاسه كولو ته سلا راغله۔ په غونډه كښې اولسي خبرتيا په لړ كښې خاندانی منصوبه بندی او تولیدی صحت په اړه پرنټ، الیکټرانك او سوشل میډیا قامی طكپتئن پيل كولو په حاجت زور راوړې شو۔ په غونډه كښې په دې خبره هم زور راوړې شوي چې ټول صوبائی حکومتونه اولس د خاندانی منصوبه بندۍ په اړه خبر ساتلو لپاره علمائے کرام څخه معاونت ترلاسه كړي