صدارتي انتخابات به د نومبر په درېمه نيټه د شېډول له مخې كېږي۔ سپينه ماڼۍ

واشنګټن 03 اګست (اے پي پي) د سپينې ماڼۍ چيف آف سټاف مارك مېډوز وئيلي دي چې امريكا كښې به صدارتي انتخابات د نومبر په درېمه نيټه د شېډول له مخې كېږي۔ د امريكې ميديا له مخې دا خبره ده په انتخاباتو كښې د ممكنه تاخير په اړه د ټرمپ د بيان نه پس تېره ورځ خپله مركه كښې كړې۔ ده ووئيل نه يوازې امريكائي انتظاميه بلكې ټرمپ هم د شېډول له مخې يعنې د نومبر په درېمه نيټه ټاكنې كول غواړي چې په كښې به اولس مشر ټرمپ بريالې كېږي۔ د يادونې وړ ده چې ټرمپ د زيارت په ورځ د ډاك د لارې د ووټنګ عمل غېر مناسب او جعل سازي ګرځولې چې په سبب ئي په انتخاباتو كښې د ممكنه تاخير اندېښنه څرګنده كړې وه۔