راوی رېورفرنټ اربن ډیوېلپمنټ پروژه لاهور لپاره مهمه ده

APP51-07 LAHORE: August 07 - Prime Minister Imran Khan addressing the launching ceremony of Ravi Riverfront Urban Development Project. APP

لاهور 07 اګست (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي راوی رېورفرنټ اربن ډیوېلپمنټ پروژه لاهور لپاره مهمه ده٬ دا منصوبه به د لاهور آلودګي كمولو او سباؤن كښې د استوګنې ضرورتونو ترسره كولو كښې مرستياله وګرځي٬ منصوبه دې د ټاكلې وخت او لګښت له مخې ترسره كړې شي٬ د دې منصوبې ترسره كولو كښې دې ځائي افرادي قوت او وسائل وكارولې شي٬ سرمایه کار تشويق كولو له دې بشپړه پلان ترتيب كړې شي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د هاؤسنګ او تعميراتو لپاره د قومي رابطه كمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې وفاقی وزيرانو سېنېټر شبلی فراز، حماد اظهر، د وزیراعظم صلاحكار مرزا شهزاد اکبر، د نيا پاكستان هاؤسنګ وډوېلپمنټ اتهارټي چيئرمېن لېفټېنټ جنرل (ر) انور علی حېدر، اسټېټ بېنك ګورنر رضا باقر، د پنجاب اعلی وزير سردار عثمان بزدار، د پنجاب صوبائی وزیر میاں محمود الرشید، صلاحكار ډاكټر سلمان شاه ٬ ستر سېكتر ، د اېل ډي اے دوهم چيئرمېن او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د وېډيو لنك د لارې خصوصي مرستيال ملك امين اسلم ، د اېف بي آر چیئرمېن ، د هاؤسنګ وفاقي سېكتر او د سي ډي اے چيئرمېن هم ګډون كولو۔ د خېبر پختونخوا، سندھ، بلوچستان، آزاد جموں و کشمیر او ګلګگت بلتستان ستر سېكترانو هم غونډه كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو۔ د سندھ او خېبر پختونخوا ستر سېكترانو د اولس آسانيو له د جوړ كړې شوي ون ونډو آن لائن پورټل اجراﺀ حوالې سره بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيلې شؤ چې ددې پورټل جاري كولو سره به كوم هم خوښي لرونكې وګړې د كومې هم تعميراتي څانګې پېل كولو له آن لائن درخواست جمع كولے شي۔ دې پورټل سره به انساني لاس وهنه لږ تر لږه وي او په خواست كښې د پېشرفت په اړه به معلومات ترلاسه كېدې شي۔ دغسې دې پورټل سره به د اړوندو چارواكو كاركردګي متعين كولو موقعه هم ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم د آن لائن پورټل په جاري كولو د سندھ او خېبر پختونخوا ستائنه وكړه۔ وزير اعظم ته د راوی ریور فرنټ اربن ډیویلپمنټ پراجېکټ حوالې سره تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزیر اعظم په دې خبره زور راوړو چې د تعمیرات سېکټر كښې سرمايه كاري كوؤنكو ته دې هر ډول آسانۍ وركړې شي۔ وزیراعظم د راوی ریورفرنټ اربن ډیوېلپمنټ پراجېکټ حوالې سره ووئيل چې دا د لاهور تر ټولو مهمه منصوبه ده۔ دا منصوبه به د لاهور آلودګي كمولو او سباؤن كښې د استوګنې ضرورتونو ترسره كولو كښې مرسته وكړي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې منصوبه دې د ټاكلې وخت او لګښت له مخې ترسره كړې شي۔ ددې منصوبې ترسره كولو كښې دې ځائي افرادي قوت او وسائل وكارولې شي۔ سرمایه کار تشويق كولو له دې بشپړه پلان ترتيب كړې شي۔