د ګردې نړۍ يو ارب نه زياتو طالبعلمانو تعليم ځپلے شوے۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔ 5 اګست (اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوتریس وئيلي دي د كورونا وائرس د لاسه تعليمي هلو ځلو كښې د تاريخ تر ټولو لوئې خلل رامخې ته شوے او د جولائي تر 15مې نېټې 160 نه زياتو هېوادونو كښې د سكولونو بندېدو په سوب يو ارب نه زيات زده كوؤنكي ځپلے شوي۔ د امريكائي خبر رسنې ادارې له مخې عمومي سېكتر ووئيل په ګرده نړۍ كښې لږ تر لږه 4 کروړه كوچنيان د خپل پري سكول تر ټولو مهم كال كښې زده كړو نه لرې شوي۔ ده خبردارے وركړو چې د كورونا وائرس په نتيجه كښې نړۍ د زده كړو ستونزې سره مخ شوې چې ورسره انساني صلاحيت او د لسيزو شوے پېشرفت ضائع كېدے شي