د وزيراعظم عمران خان مقبوضه جموں وكشمير كښې د هند د غېر قانوني اقداماتو يو كال په ترسره كېدو د كشميري اولس په ملاتړ كولو او د هندي جبر او استحصال په ضد مړانې سره په غږ پورته كولو د ډاكټر مهاتير بن محمد مننه ٬ په كشمير د هند غاصبانه قبضه او جموں وكشمير كښې د هند غېر قانونو اقداماتو په ډاګه كولو د ډاكټر مهاتير بن محمد مننه كوؤ۔ وزيراعظم عمران خان

اسلام آباد ۔ 8 اګست (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان مقبوضه جموں وكشمير كښې د هند د غېر قانوني اقداماتو يو كال په ترسره كېدو د كشميري اولس په ملاتړ كولو د ملائيشيا پخواني وزيراعظم ډاكټر مهاتير بن محمد مننه كړې ده۔ د خالي په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د اګست په 8 مه نېټه د ملائيشيا پخواني وزيراعظم ډاكټر مهاتير بن محمد لخوا په كشمير د غاصبانه قبضې او دغلته د هند غېر قانوني اقدامات په ډاګه كولو د هغه مننه كوؤ۔ ډاكټر مهاتير خپل ټويئټر پېغام كښې ووئيل د هند رد عمل او د پام آئل درآمد ځپل كېدو باوجود به زه د هند په ضد خبره كوم او هند د ظلم په ضد د غږ پورته كولو قيمت ادا كولو له چمتؤ يؤ۔ ډاكټر مهاتير ووئيل ماته د هند په ضد خبره كولو كښې هېڅ مسئله نشته