د هند حکمرانانو د اړخه جنګی جنون، د سیزفائر خلاف ورزۍ٬ په ازاد کشمیر او پاکستان د بريدونو دهړكو سره د سيمې امن ته خطر پیښ دے

اسلام آباد 04 اګست (اے پی پی) د آزاد کشمیر صدر سردار مسعود خان وئيلي دي د هندي حکمرانانو د اړخه جنګی جنون،د سیزفائر خلاف ورزۍ او په آزاد کشمیر او پاکستان د بريدونو دهړكو سره د سيمې امن ته خطر پیښ دے،تير يو كال راهسې د هند په قبضه كښې په کشمیر کښې مېشته كسان د بې وسۍ ښکار دي۔ په 5 اګست د هندي اقدام په يو كال تر سره كيدو د آزاد کشمیر صدر سردار مسعود خان خپل پیغام كښې وئيلي دي هندي قابضو عسكرو ګڼ شمير كشميريان شهيدان كړي، د آزادۍ خوښي لرونكے ټول قیادت په زندان كښې اچولے شوے۔ده ووئېل کشمیر كښې کیمپ جوړ كړے شوے چرته چې سیاسی کارمندان د طاقت په زور د آزادۍ هڅو څخه لاس په سر كولو له كار كېږي ۔ ده ووئيل د کشمیر معیشت تباہ کړے شوے۔ ده ووئيل تير كال هند کشمیر په دوه برخو كښې تقسیمولو سره نيغ په نيغه د ډيلې څخه د حکومت کولو غیر قانونی ګام پورته كړے او په دې لړ كښې د سيمې اولس سره مشاورت نه دے شوے۔ ده ووئيل کشمیریان دا عزم لري چې د ملګرو ملتونو د اړخه وركړي د خپلواكۍ حق څخه لاس په شا نه شي۔ دغسې د آزادۍ ډيوه به هند په ظلم او بربریت مړه نه كړې