د كورونا وائرس په وجه جاپان كښې 400 كمپنۍ دیوالیه شوي

ټوكیو 04 اګست (اے پی پی) د مالیاتیي تحقیقې كمپنی تیئكوك ډیټا بینك يوې جائزې له مخې جاپان كښې 400 كاروباری ادارې د كورونا وائرس وباﺀ اثرات له امله خسارې سره مخ شوې دي ۔په دې مجموعی شميره كښې د ټول هېواد هغه كمپنۍ شاملې دي كومې چې ديواليه شوي یا تر ګل ورځې 11 بجو ئې كاروبار بند ساتلے او دیوالیه كيدو ته نزدې شوې۔ په دې كښې د شراب خانو او ریستورانت په شمول 54 كاروباری ادارې د خوارك څښاك صنعت سره تعلق لري۔