د كشمیر كمېټۍ چیئرمېن، د آزاد كشمیر صدر مسعود خان او وزیراعظم راجه فاروق حیدر سره آل پارټیز حریت كانفرنس پلاوي سره وليدل

اسلام آباد 30 اګست (اے پی پی) د كشمير كمېټۍ چیئرمېن شهریار خان آفریدی، د آزاد كشمیر صدر مسعود خان او وزیراعظم راجه فاروق حیدر سره د آل پارټیز حریت كانفرنس پلاوي سره په مظفرآباد كښې ليدلې دي۔ د آزاد كشمیر وزیراعظم راجه فاروق حیدر په دې موقع ووئيل چې هند لداخ كښې د چین څخه ماتې خوړلو نه پس د وسلو انبار راجمع كوي، هند چین سره جنګ نه شي كولې خو په پاكستان نظر لري، كشمیریان اوس غواړي چې پاكستان د خبرو په ځائ عملي اقدامات وكړي، كه په دې كار كښې تاخير وكړې شو نو هند به كشمیر بدل كړي۔ اے پی ایچ سی رهنما فیض نقشبندی ووئيل هند د كشمیر ډیموګرافی بدلولو لپاره 19 پيښې كړې۔ د اے پی ایچ سی رهنما فیض نقشبندی ووئيل د كشمیریانو معاشی ګھیراوَ كولو لپاره هندی عسكرو كرفیو، لاك ډاؤن او سرچ آپریشن كولو سره د ميوو ماركیټ ته ترسیل بند كړې۔ په دې موقع سناتور محمد علی سېف ووئيل د كشمیر د آزادۍ تحريك تندولو وخت راغلې، كشمیر كمېټي به د كشمیریانو غږ جوړيږي، په هر فورم به د كشمیریانو مقدمه وړاندې كوو۔ په دې موقع د كشمیر كمېټۍ چیئرمېن شهریار خان آفریدی ووئيل د كشمیر هغه لوڼه او مياندې كومې چې نړۍ كښې د ’’هالف وډوز‘‘ په نامه پيژندلې كيږي نن هم د خپلو خاوندانو راستنيدو ته سترګي په لاره دي،مونږ له به اوس د تير وخت قصې اوريدلو په ځائ د سباؤن تګلاره جوړول وي دغسې چې كشمیریانو ته آزادی ترلاسه شي۔ ده ووئيل د خبرو كولو وخت تير شوے، اوزس به خبرو له عملی شكل وركول وي۔ شهریار خان آفریدی ووئيل زمونږ دښمن چالاكه دے ، هغه د هائبرډ وار د لارې زمونږ ځوانان كنفیوز كولو سره خپلو كښې جنګوي۔ شهر یار خان آفریدی ووئيل مونږ له به د مسئلې حل لپاره ’’سلوشن اورینټډ اپروچ‘‘ خپلول وي، مقبوضه كشمیر كښې د آختر په لمونځ بنديز د ملګرو ملتونو د چارټر او مذهبی آزادۍ نړيوال كنونشن خلاف ورزی ده۔ ده ووئيل د آختر په موقع جامع مسجد سرینګر سیل كولو او كنډه تار لګولو سره وګړي په كورونو كښې محصور كولو په مجرمانه فعل به د هند استبدادی حكومت