د جنرال قمر جاوېد باجوه د دفاع وزير محمد عبد الله العېش په مړينه د افسوس څرګندونه

پېنډۍ ۔ 8 اګست (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د سعودي عربستان د دفاع دوهم وزير محمد عبد الله العېش په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د آئي اېس پي آر د خالي په ورځ جاري كړې شوي بيان لمخې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ځپليو كورنيو سره غمرازي او د ارواښاد روح ته ثواب رسولو له دعا كړې ده۔ ده ووئيل پاكستان او پاك پوځ له يو ريښتني ملګري محروم شوي دي كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ يو روښانه مثال وو۔ ده ووئيل د غم او دړد په دې وخت كښې مونږ سعودي وروڼو سره ولاړ يؤ