د تركیې او روس ترمينځه فلائټ آپریشن بحال شو

استنبول 04 اګست (اے پی پی) د روس او تركیې ترمينځه د وباﺀ له امله بند كړے شوے فلائټ آپریشن د نهې پھ ورځ بحال شوے۔ د روس پايه تخت ماسكو كښې د ونوكووف هوائی ميدان څخه تركیې ته راتللو لپاره د مسافرو كاغذی كاروائی بشپهړ شوې۔ د روس زياتره وګړو استنبول انطالیه ته تللو سره د رخصتيو لمانځلو خواهش څركند كړے ؤ۔ د مسافرو د تھرمل كیمرو د لارې اسكینګ شوے او دغسې د مسافرو ماسك اچول باوري كړے شوے ؤ۔ دا خبره دې ياده وي د تركیې او د روس ترمينځه د پروازونو عمل د كووېډ ۔ 19 وبا له امله په مارچ مياشت كښې بند كړے شوے ؤ۔