د تحريك انصاف حكومت په دوه كلنه موده كښې هېواد بېلا بېلو مسئلو او اقتصادي ستونزو څخه ويستلو٬ د قرضو بېرته وركولو ٬ د توان پېداوار زياتولو او د كورونو كمي ترسره كولو له يو شمېر اقدامات٬

اسلام آباد ۔ 6 اګست (اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف حكومت دوه كلنه موده كښې هېواد بېلو مسئلو او اقتصادي ستونزو څخه ويستلو ٬ د قرضو بېرته وركولو ٬ د توان پېداوار زياتولو او د كورونو كمي پوره كولو له يو شمېر ګامونه پورته كړې دي۔ كركيلې ٬ مېنوفېکچرنګ، خدمات، د اوبو منصوبو، بې وزليو له د كورونو جوړول او د احساس پروګرام په شمول د نورو څانګو پرمختګ او پياوړتيا له د اصلاحاتی ایجنډې لمخې مائیکرو او د مېکرو كچې اقدامات شوي دي۔ حکومت د كورونا وائرس په ضد فعاله تګلاره خپلولو سره كاميابۍ ترلاسه كړې دي۔ د حكومتي پالېسيو تجزيه سره دا خبره رامخې ته كېږي چې موجود حكومت اقتدار كښې راتلو نه وروستو د كرپشن مخنيوي له ګامونه پورته كړل۔ ولې چې دا د اقتصادي پرمختګ په لاره كښې لوئے خنډ دے۔ د پی ټی آئی حكومت د كرپشن ختمولو او احتسابي عمل مخ په وړاندې بوتللو له كوټلي ګامونه پورته كړل۔ د تېرو حكومتونو د خرابو پالېسو د لاسه د آئي اېم اېف پروګرام جاري وساتلے شو۔ د پخوا قرضونو ادا كولو له خواري وكړې شوه۔ چين سره اېف ټی اے لاس ليك كېدو د پاكستاني منصوعاتو تر لويو منډيانو رسنه ممكنه شوه۔ اروپائي ائتلاف او مشرق وسطی او نورو هېوادونو سره تجارتي اړيكې مستحكم شوې۔ وزيراعظم عمران خان په غنمو ٬ چينيو او نورو ستونزو حقيقت ته رسېدو له كمېشن جوړ كړو۔ د كووېډ 19 مخنيوي له اېن سي او سي جوړه كړې شوه۔ د بې وزله كورنيو مالي مرستې له په اربونو روپۍ وركړې شوې۔ د تعميرات او هاؤسنګ څانګې ته مراعات وركړې شول۔ حكومت كم آمدن لرونكو وګړو ته په آسانو شرطونو د قرضو وركولو اعلان وكړو۔ تجزياتي سټډي كښی دا په ډاګه كړې شوې ده چې باسكتان مسابقيتي عمل ته وده وركول سره موجوده نړيوال معاشي صورتحال څخه ګټه پورته كولې شي۔ وزیراعظم راتلونكو درې كلونو كښې سرمایه کاری،پیداوار او د