د ايران د فضائي کمپنۍ د مرستې په تور امريكې د يو اے اي په دوو كمپنو نور بندېزونه ولګول

واشنګټن 21 اګست (اے پي پي) د ايران د فضائي کمپنۍ د مادي مرستې كولو په تور امريكې د يو اے اي په دوه كمپنو نور بندېزونه لګولي۔ د امريكې ميډيا رپورټ له مخې د امريكې د خزانې وزارت وئيلي دي پرثيا کارګو اورډيلټا پارټس سپلائي ايف زېډ سي د ايران د ټولو نه زياتې لوئې كمپنۍ مهان ايئر ته پارټس او لاجسټک سپورټ وركړے چې په سوب ئې د متحده عرب امارات په دې دواړو كمپنو بنديزونه لګولے شوي او بلېك لسټ كړے شوي۔ د خزانې وزارت د خپل تور په اړه ووئيل دواړه كمپنۍ د ايران د فضائي كمپنۍ سره په ګډه سوريه كښې د اولس مشر بشار الاسد مرسته كوي