د انګلېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د درې نړيوالو ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا كولے شي۔ ګرين شرټس به د بابر اعظم او كوربه لوبډله د آئن موركن په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي

مانچسټر ۔ 26 اګست (اے پی پی) د انګلېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د درې نړيوالو ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنې مېچې سبا د جمعې په ورځ اولډ ټریفورډ، مانچسټر كښې كولې شي۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي۔ دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې ټېسټ مېچونو سيريز انګلېنډ 1-0 سره ګټلې وو۔ انګلینډ پاكستان ته په اولني ټېسټ مېچ كښې 3 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ دې نه وروستو د دواړو لوبډلو ترمينځھ دويم او درېم ټېست مېچ برابر پاتے شوي وو۔ د درې ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې د پاكستان لوبډلې مشري به بابر اعظم او د انګلېنډ لوبډلې آئن مورګن كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دويم مېچ به په 30 اګست او د سيريز درېم او آخري مېچ به په 1 م ستمبر كولے شي۔(