د افغانستان په فرياب ولايت كښې په فضائي بريد كښې څلور وسله وال مړه او اووه ژوبل شول

كابل 05 اګست (اے پي پي) د افغانستان په فرياب ولايت كښې په فضائي بريد كښې څلور وسله وال مړه او اووه ژوبل شوي۔د چين خبر رسنې ادارې له مخې په فرياب ولايت كښې د اففانستان د ملي اردو وياند حنيف وئېلي دي افغان امنيتي ځواكونه تېره ورځ په دولت آباد ولسوالۍ كښې د وسله والو يوه ډله په نښه كړې چې په نتيجه كښې يې څلور وسله وال مړه او اووه ژوبل شوي دي