د اتومي بمبارۍ تلين ، داسې جرم دې بيا چرې ونكړے شي۔ جاپاني وزيراعظم

ټوکیو ۔ 5 اګست (اے پی پی) د جاپان وزیر اعظم وئيلي دي په هیروشیما او ناګاساکی د شوې اتومي بمبارۍ په ډول پېښی دې بيا چرې رامخې ته نه كړې شي۔ د جاپان وزیر اعظم شینزو آبے د خپل هېواد په دوه ښارونو هیروشیما او ناګاساکی د شوې اتومي بمبارۍ 75 م تلين مناسبت سره خپل بيان كښې د امريكائي ترهګرۍ ځپلې كورنيو سره خواخوږي كولو سره ددې عزم اعلان وكړو چې زما هېواد د اتومي وسلې جوړولو ٬ ددې محفوظ ساتلو يا ددې برآمد كولو كومه اراده نه لري۔ په كال 1945 كښې د اتومي بريدونو په نتيجه كښې 2 لكه 25 زره كسان مړه شوي وو او د لكھونو په شمېر نور ځپلې شوې وو ۔ د دغې بريدونو اثر نن هم د ځينې سيمو په خلقو كښې ليدلې شي۔