بیروت امدادی کانفرنس كښې اروپائي ائتلاف هم ګډون كوي

پېرس ۔ 8 اګست (اے پی پی) فرانس نن د اتوار په ورځ لبنان لپاره يوه ډونر غونډه رابللې ده كومه كښې به چې اروپائي ائتلاف هم ګډون كوي۔ دا وئيلې شوي دي چې دا كنفرنس به د وېډيو لنك د لارې وي او ددې مقصد بېروت چاؤدنو كښې شوې زيان نظر كښې نيولو سره د لبنان مرسته كول دي۔ د اروپائي كمېشن يو وياند ووئيل چې دې كنفرس كښې د اروپائي ائتلاف نمائندګي د اروپائي كونسل مشر شارل مېشل كوي او د اروپائي ائتلاف بېړني حالاتو او په بشري بنيادونو د مرستې څانګې كمشنر رانيز لينارچچ هم دې غونډه كښې ګډون كوي۔