برازیل كښې د كورونا وائرس ځپليو شمير 28 لكھ څخه زياته شوه ، 96 زره څخه زيات كسان مړه شول

ریوډی جنیرو 05 اګست (اے پی پی) برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 28 لكھ څخه زياته شوې دغسې هيواد كښې تر اوسه د وائرس له امله 96 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د لاطینی امریكې برازیل هيواد كوم چې د كورونا وائرس له امله زيات ځپلے شوے ، هيواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 51603 نوې كيسونه رامخې ته شوي۔ برازیل كښې د كورونا نوو كيسونو نه پس د ځپلو كسانو شميره 2808076 ته رسيدلې ده ۔ د برازیل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هيواد كښې 1154 كسان په تيرو 24 ساعتو كښې مړه شوي۔چارواكو له مخې برازیل كښې تر اوسه د كورونا له امله ځپلې شوي 1976770 كسان ښه شوي دي ۔ د كورونا وائرس له امله هيواد كښې د مړو شميره 96096 ته رسيدلې ۔ دا خبره دې ياده وي برازیل د امریكې نه پس د كورونا وائرس له امله ځپلے شوے دويم هيواد دے۔ برازیل كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 741213 ته رسيدلې ده