امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو شميره 49 لكه څخه زياته شوه، يو لاكھ 60 زره څخه زيات كسان مړه شول

واشنګټن 05 اګست (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 49 لكھ څخه زياته شوې دغسې هيواد كښې تر اوسه د وائرس له امله يو لاكھ 60 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې امریكا كښې د كورونا وائرس ځپليو رنځورانو شميره 2276450 ته رسيدلې ده ۔ د امریكې چارواكو شميرې له مخې هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 4918420 كسان ځپلي شوي دغسې د هيواد په بيلو رياستونو كښې 160290 كسان مړه شوي۔ امریكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره پرله پسې زياتيږي، نيويارك ریاست د دې وباﺀ له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے۔ د امریكې كیلیفورنیا، ټیكساس، نیوجرسی، فلوریډا ، الینوائے او میساچوسټس ریاستونو كښې د كورونا وائرس له امله يو لاكھ څخه زيات كسان مړه شوي۔ امریكا كښې د كورونا وائرس له امله ځپلي شوي 2481680 كسان ښه شوي دي