افغان صدر اشرف غنی د لبنان چاؤدنو غندنه وكړه، حكومت او ځپليو كورنيو سره د يووالي څركندونه

كابل 05 اګست (اے پی پی) افغان صدر اشرف غنی د لبنان پايه تخت بیروت بندرګاه كښې د شوو چاؤدنو غندنه كولو سره حكومت او ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كړې ۔ ميډيا د صدارتی محل لخوا جاري بيان په اړه وئيلي شوي افغان صدر هيله څرګنده كړې چې د لبنان حكومت او اولس به د دې چاؤدنو له امله په رامخې ته شوو چیلنجونو قابو ومومي۔دا خبره دې ياده وي تيره ورځ پايه تخت بیروت كښې شوو چاؤدنو كښې تر اوسه 78 كسان مړه او 4 زره ژوبل شوي دي۔