چین او د ډبليو اېچ او ترمينځه مرسته روانه ده ، د چین خارجه وزارت

بیجنګ 09 جولائی (اے پی پی) د چین خارجه وزارت وياند چاؤ لی چیان وئيلي دي چین د روغتيا نړيوالې ادارې ( ډبلیو ایچ او) د پوهانو د چین دورې هركلے كوي، چین او د روغتيا نړيوالې ادارې ترمينځه مثبت مرسته روانه ده۔ د میډیا بریفنګ په مهال ده ووئيل د ډلو ترمينځه مشاورت نه پس په دې صلاح راغلې چې د روغتيا نړيوالې ادارې پوهان به د كورونا وائرس ماخذ په اړه تحقیق لپاره بیجنګ ته راځي او د چین طبی پوهان او سائنسمدارو سره به مرسته كوي۔ ده ووئيل چین او د روغتيا نړېوالې ادارې په دې خبره اتفاق كړے چې د وائرس د ماخذ لټون يو سائنسی معامله ده، ټوله نرۍ كښې سائنسمدار په دې اړه بايد تحقیق او مرسته وكړي