چين ، د بس او ټرېكټر ترمينځه د ټكر پېښه ، 5 كسان مړه ، 5 ژوبل

بیجنګ ۔ 12 جولائي (اے پی پی) د چين سوئيلي ښار ژويانګ كښې د بس او ټرېكټر ترمينځه د ټكر پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 5 نور ژوبل شوي دي۔ د چين نشرياتي ادارې له مخې د ناننګ ښار پبلك سېكورټي بېورو ميډيا سره خبرو كښې ووئيل دا پېښه د اتوار په سهار پو كم اته بجے ژویانګ سيمه كښې د تند رفتارۍ له امله رامخې ته شوه۔ ريسكيو ډلو د پېښې ځائې ته رسېدو سره د مرسته كارونه پېل كړل او ژوبل شوي او مړي ئې نزدې روغتون ته منتقل كړل۔ پولس د بس ډرائيور په ضد مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي