پیرو كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو شميره 3 لكه څخه زياته شوه، 10 زره 589 كسان مړه شول

لیما 06 جولائی (اے پی پی) پیرو كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره درې لكهه څخه زياته شوې ده ۔د ګل په ورځ امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 10 زره 589 كسان مړه شوي۔ د پیرو د روغتيا زارت له مخې هيواد كښې تر اوسه 302718 كسانو د كورونا وائرس تصدیق شوے۔ چارواكو ووئيل پیرو كښې دا مهال د كورونا وائرس فعاله رنځورانو شميره 98172 ده دغسې د هيواد په بيلو سيمو كښې د كورونا له امله تر اوسه 10589 كسان مړه شوي۔ پیرو كښې د كورونا وائرس وړومبنے كیس سږ كال په 6 مارچ رامخې ته شوے ؤ۔ د روغتيا محكمې چارواكو ووئيل هيواد كښې كورونا وائرس اوس هم په تندۍ سره خپريږي