په هېواد كښې د اېډز 29 زره رجسټرډ رنځوران شته ، خلق د رجسټرېشن كولو نه ډډه كوي

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) قومي اسمبلۍ ته وئيلي شوي دي په دې وخت كښې په هېواد كښې د اېډز 29 زره رجسټرډ رنځوران شته ، خلق د رجسټرېشن كولو نه ډډه كوي، د رنځ مخ نيوي لپاره د روغتونونو خزله په خوندي ډول ځائې ته د رسولو پشمول نور اقدامات كېږي، د اېډز مخ نيوي پروګرام لپاره تر اوسه كوم د ذكر وړ فنډ نه دې بېل كړے شوے، دا پروګرام په بهرني فنډنګ چلېدلے. د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ غونډه كښې د مريم اورنګزېب د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې پارلماني سېكرټرې ډاكټر نوشين حامد ووئيل د كله نه جې په هېواد كښې د اېډز مخ نيوي پروګرام پېل شوے، د هغه وخت نه تر اوسه دې لپاره كوم د ذكر وړ فنډ نه دې بېل كړے شوے. دا پروګرام په بهرني فنډنګ چلېدلے. هغې ووئيل د اېډز خپرېدو وجه د استعمال شوو سرنجونو بيا كارول او نورو وجوهات دي. هغې ووئيل ډسپوزېبل سرنجز، د وينې محفوظ انتقال او د روغتونو خزله په محفوظ انداز ځائې ته د رسولو نظام ښه كولے شي. نېشنل اېډز پروګرام د حكومت او آغاخان پوهنتون په شركت سره لا پراخه كوو . هغې ووئيل د يوې اندازې له مخې په دې وخت كښې هېواد كښې يو لك 83 زره د اېډز رنځوان شته . حلق قصداً د رجسټرېشن كولو نه ډډه كوي.