په منصوبه كښې به 90 فيصده د پاكستان هنر مندان كار وي٬ يوازې لس فيصده به د چين نه راځي

APP34-10 ISLAMABAD: July 10 - Federal Minister for Railways, Sheikh Rashid Ahmed addressing a press conference. APP photo by Javed Qureshi

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په اېم اېل ون منصوبه به د كار پېل لويه كاميابي وي٬ د منصوبې به په راتلونكو 15 ورځو كښې اېكنك څخه منظوري واغستلې شي، په منصوبه كښې به 90 فيصده پاكستانيان هنر مندان كار وي٬ يوازې لس فيصده به د چين نه راځي ۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ په رېلوے وزارت كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د پاكستان چيف جسټس دا كېس اورېدلې زه دا ګڼم چې دا پرېكړه هم په دې لړ كښې اهميت لري٬ د منصوبې به په راتلونكو 15 ورځو كښې د اېكنك څخه منظورې كړې شي، په منصوبه كښې به 90 فيصده پاكستاني هنر مندان وي٬ يوازې لس فيصده به د چين نه راځي۔ ده ووئيل د انګرېز پرېښودلې شوې 1861 كلوميټره پټلۍ څخه يو انچ نه دے زيات كړے شوے٬ د هېواد په تاريخ كښې په اول ځل د 1872 كلوميټره فاسټ ټرېك كار پېل كېدونكے دے په كوم چې به يو كراسنګ نه وي۔ ده ووئيل د كنسټركشن عمل سره به د يو نيم نه تر دوه لكه كسانو ته روزګار تر لاسه شي۔ ده ووئيل چين سره د لوظنامې له مخې به لس فيصده انجينئرز او پوهان د چين نه راځي او 90 فيصده كستان به د پاكستان وي چې پكښې د رېلوے څخه ريټائرډ شوي كسان هم كار كولے شي۔ ده ووئيل د دې منصوبې نه علاوه مونږ سره هېڅ حل نشته٬د ساعت په سر د 160 كلوميټره مزل پټلۍ به جوړولې شي كومه چې تر 200 كلوميټره ساعت په سر رسېدے شي۔ ده ووئيل د 9 اربه ډالرو دا مثالي منصوبه به په رېلوے كښې انقلاب راولي او هم دا به مونږ په بلټ ټرېن بدلولې شو۔ ده ووئيل اوسنۍ پټلۍ به مونږ اېم ټو٬ تهري او فور او كوچنۍ پټلۍ ته منتقل كوٶ۔ ده ووئيل دا مثالي منصوبه ده كومه چې د وزيراعظم عمران خان، زما او د لېفټيننټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوه په هلو ځلو ممكن كېږي۔ په دې موقع ده د پوښتنو ځوابونه هم وركړل او د پېنډۍ اولس ته ئې غږ وكړو چې د حكومت په اېس او پيز عمل كولو سره لوي اختر ولمانځۍ او خپله هم محفوظ شۍ او نور هم محفوظ كړي ۔