په كاناډا كښې د كورونا وائرس له امله 8 زره څخه زيات كسان مړه شوي، يو لكه كسان ځپل شوي

ټورنټو 08 جولائی (اے پی پی) كاناډا كښې د كورونا وائرس له امله 8 زره څخه زيات كسان مړه شوي دغسې يو لكه كسان ځپل شوي۔ دامریكې ميډيا له مخې كاناډا اونټاریو او كیوبیك صوبو كښې كورونا وائرس د نويو كيسونو تصدیق نه پس هيواد كښې كورونا ځپل شويو كسانو شميره 106167 ته رسيدلې۔ اونټاریو او كیوبیك كښې د كورونا وائرس نوې كيسونو نه پس هيواد كښې كورونا ځپل شويو كسانو شميره كښې اضافه شوې ده۔ د چارواكو له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 15 كسان مړه شوي دي او د دې نه پس د مړو شميره هم زياتيدو سره 8711 ته رسيدلې۔ كیوبيك كښې كورونا وائرس وبا نور كيسونه راپور شوې دغسې تر اوسه 55997 كسان ځپل شوي دغسې 5590كسان مړه شوي دي۔ اونټاریو كیوبیك نه پس كورونا له په دويم لمبر تر ټولو زياته ځپل شوې سيمه ده۔ كاناډا كښې كورونا وائرس وړومبې كيس سږ كال په 26 جنوری رامخې ته شوې