په تير شوا روز كښې د كورونا وائرس 50 كسان په حق ورسېدل

اسلام آباد ۔ 6 جولائی (اے پی پی) نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سی او سی) د كورونا وائرس په اړه تازه شمېرې جاري كړي۔ په تېر شوا روز كښې 50 كسان په حق رسېدلي او 3344 نوې كېسونه راپور شوي ۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه يو لك 31 زره 649 كسان د كورونا رنځورتيا څخه روغ شوي۔ دا مهال ګرد هېواد كښې د كورونا رنځورانو لپاره 1525 وېنټیلېټرز بېل كړے شوي كومو كښې چې 459 كارولې شي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښې 2 لکه 31 زره 808 مصدقه كېسونه رامخې ته شوي كومو كښې چې د آزاد کشمیر 342، د بلوچستان 10زره814، د ګلګت بلتستان 1561، د اسلام آباد 13 زره 494، د کے پی کے28 زره 116، د پنجاب 81 زره 963 او د سندھ 94 زره 528 كېسونه شامل دي۔ ګرد هېواد كښې د كورونا وباﺀ د لاسه د مړو شوو وګړو مجموعي شمېره 4 زره 762 ته رسېدلې ده كومه كښې چې د سندھ 1526، پنجاب 1884، کے پی کے 1028، اسلام آباد 137، بلوچستان 123 او آزاد کشمیر 36 وګړي شامل دي۔ تر دې دمه د 14 لکه 20 زره 623 كسانو ټېسټ شوے۔د ګرد هېواد 729 روغتونونو