په برازيل كښې د كورونا وائرس نور 20 زره رنځوران رامخې ته شول ، د ځپليو شمېره د 18 لكه 87 زرو نه زياته شوه

رېوډي جنېرو 14 جولائي (اے پي پي) په برازيل كښې د كورونا وائرس د ځپليو شمېره د 18 لكه 87 زرو نه زياته شوې او تر اوسه په دې هېواد كښې د 73 زرو نه زيات كسان مړه شوي. د امريكائي مېډيا له مخې په برازيل كښې د كورونا وائرس د فعاله ځپليو شمېره 601526 ده. د كورونا وائرس د مرګونو په اعتبار سره برازيل د نړۍ دوهم لوي هېواد دے چرته چې تراوسه د مړو كسانو شمېره 72921 ده. د سركاري ذريعو له مخې په برازيل كښې د كورونا وائرس له امله 1887959 كسان ځپل شوي . د چارواكو له مخې په برازيل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس نور 20286 كېسونه رامخې ته شوي . د روغتيا چارواكو له مخې په دې وبا كښې نور 733 كسان مړه شوي. د كورنا مرګونو په اعتبار سره امريكا په وړومبي، برازيل په دوهم او برتانيه په دريم نمبر دے.