پاکستان د ترهګر تنظيم فتح الله ګولن په حقله د تركېي سره ولاړ دے

اسلام آباد ۔ 14 جولائی (اے پی پی) پاكستان تركيه سره د يو والي په څرګندونه كولو كښې وئيلي دي پاکستان د ترهګر تنظيم فتح الله ګولن په حقله تركېي سره ولاړ دے۔ د ترهګر تنظيم لخوا د پېښو خطرو ختمولو لپاره به د تركېي د هر اقدام ملاتړ له ټول ګامونه پورته كولے شي۔ د ترك صدر رجب طيب اردوان په نامه خپل يو پېغام كښې وزيراعظم عمران خان د پاكستان حكومت او اولس لخوا د تركيې د ”جمهوریت او قومی ورځې” په مهال د يو والي څرګندونه وكړه۔ دا ورځ د كال 2016ء شهيدانو په ياد كښې هر كال د جولائي په 15 مه نېټه لمانځلې شي۔ وزیراعظم ووئيل څلور كاله وړاندې په ننۍ ورځ ترك اولس د خپل روايتي مزاحمت څرګندونه كړې وه او د ترك امن او استحكام سره سره د جمهوري ادارې په نښه كوؤنكو قوتونو له ئې ماتې وركړې وه۔ وزيراعظم عمران خپل پېغام كښې زياته كړه چې په 15 جولائی 2016ء د انساني جذبې او همت بشپړه څرګندونه د ګردې نړۍ د كروړنو په شمېر خلقو له ډېره اثر لرونكې وه كومه به چې تاريخ كښې ټول عمر له ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل يوه پیړۍ وړاندې زمونږ پلار نيكه هم خپلو تركو وروڼو له د كومې قربانۍ نه مخ نه ؤ اړولے ۔ دغسې په 15 جولائي 2016 هم پاكستاني اولس د ترك وروڼو د مړانې په عمل دوي سره د يو والي څرګندونه كړې وه۔ ده ووئيل مونږ د خپلو ترك شهيدانو قربانيو ته سلام كوؤ او د دوي د كورونيو بشپړه مرسته كوؤ۔ وزیراعظم عمران خان خپل پېغام كښې ووئيل زمونږ دواړو قامونو دا روايات دي چې مونږ ټول عمري يو بل سره اوږه په اوږه پاتې شوے يؤ۔ وزیراعظم عمران خان امن ، سوكالۍ او روښانه سباؤن او د ځلنده ماضي حواله سوركولو ترك صدر رجب طيب اردوان او ترك اولس له د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره د ترکيه پرمختګ او سوكالۍ لپاره دعا هم وكړه۔