پاكستان تحريك انصاف ته ادارو كښې د اصلاحاتو مېنډېټ ترلاسه شوې دې او هم دا زمونږ د ګوند منشور دے۔ پاكستان او بدعنواني يو ځائې تلې نه شي۔ وزيراعظم نړيوال شهرت لرونكې شخصيت دے دده موازنه موروثي سياستمدارو سره كېدې نه شي۔ وزيراعظم معائنه كمېشن د اے جي پي آر د لارې په سركاري خريدارۍ كښې روان فساد ختمولو له سفارشات مرتب كړې دي۔ په سركاري خريدارۍ كومه چې د آئي جي پي آر د لارې كېږي كښې هر كال اربونه روپۍ اضافي قيمت د اولس پېسو څخه ادا كولې شي۔ دا فساد به لرې كوؤ او څوك هم چې ذمه وار وي په ضد به ئې كارروائي كولې شي۔ كله هم چې د احتساب او ادارو كښې د اصلاحاتو خبره كېږي نو اپوزيشن خپلو سياسي او مالي ګټو له يو ځائې كېږي۔ ادارو كښې د فساد پېدا كوؤنكو په ضد به احتساب كېږي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز او د معائنه كمېشن چيئرمېن احمد يار هراج په ګډه خبري كنفرنس

اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي پاكستان تحريك انصاف ته ادارو كښې د اصلاحاتو مېنډېټ ترلاسه شوې دې او هم دا زمونږ د ګوند منشور دے۔ پاكستان او بدعنواني يو ځائې تلې نه شي۔ وزيراعظم نړيوال شهرت لرونكې شخصيت دے دده موازنه موروثي سياستمدارو سره كېدې نه شي۔ وزيراعظم معائنه كمېشن د اے جي پي آر د لارې په سركاري خريدارۍ كښې روان فساد سمولو له سفارشات مرتبه كړې دي۔ په سركاري خريدارۍ كومه چې د آئي جي پي آر د لارې كېږي كښې هر كال اربونه روپۍ اضافي قيمت د اولس پېسو څخه ادار كولې شي۔ دا فساد به لرې كوؤ او څوك هم چې ذمه وار وي په ضد به ئې كارروائي كولې شي۔ كله هم چې د احتساب او ادارو كښې د اصلاحاتو خبره كېږي نو اپوزيشن خپلو سياسي او مالي ګټو له يو ځائې كېږي۔ ادارو كښې د فساد پېدا كوؤنكو په ضد به احتساب كېږي۔ ددې خيالو څرګندونه ده د خالي په ورځ پي آئي ډي كښې د وزيراعظم معائنه كمېشن چيئرمېن احمد يار هراج سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د بده مرغه ادارې په قصد سره مفلوج كړې شوي دي۔ ده ووئيل د پی آئی اے، نېپرا، پېمرا اور نورو ټولو رېګولېټری ادارو فعاله كېدل ډېر مهم دي۔ ده ووئيل اکائونټنټ جنرل آف پاکستان ریونیو هغه اداره ده كومه چې په سركاري كچه د خريدارۍ او ادائيګۍ بنيادي اداره ده۔ ددې ادارې فعاله كېدل زيات اهميت لري۔ د مثال په توګه كه خريداري د يو كھرب روپو وي نو د يوې اندازې له مخې 150 اربه څخه تر 200 اربه زياتې روپۍ وركولې شي۔ په دې كښې پی آئی اے، اېن ایچ اے، رېلوے او نورې ادارې شامل نه دي كه هم شامل كړې شي نو 300 نه تر 350 اربه روپۍ زياتې ادا كولې شي۔ ده ووئي پخوا داسې شوې دي ولې اوس به داسې نه كېږي ولې چې وزيراعظم هغه لارښود دے كوم چې اخلاقي جراﺀت لري او اولس مېنډېټ هم د ادارو فعال كولو لپاره وركړې دې۔ ده ووئيل نن سبا چې د اپوزيشن كوم ملاقاتونه روان دي ددې مقصد د عمران خان ذات په نښه كول او سسټم غوره جوړېدو څخه لرې كول دي۔ ولې چې پخوا دې خلقو دې سسټم څخه ګټه پورته كړې ده۔ د وزيراعظم معائنه كمېشن چيئرمېن احمد يار هراج ووئيل مونږ 24 انسپېكشن ترسره كړي دي۔ د كومو راپورونه چې وړاندې كړې شوي دي او په عملدرآمد پرې پېل شوې دې۔ سردار احمد یار هراج ووئيل حكومت د خپلو ملازمينو د كرپشن پېسې ادا كوي۔ ولې عمران خان چې كوم لوظ كړې دې چې مونږ به ادارو څخه كرپشن لرې كولو سره دا سپېځلې جوړوؤ په هغې كار پېل كړې شوې دې۔ ده ووئيل دا اولنې حكومت دې كوم چې دې معاملې ته لاس اچولې دې۔ ده ووئيل څو مياشتو كښې به داسې نظام وضعه كړو چې ورسره به كرپشن لرې شي او سپېځلتيا به راشي۔ دې لپاره مونږ سفارشات مرتب كړې دي۔ ده ووئيل د ګرېډ 21 او 22 آسامیانې ټول عمري د وزيراعظم منظورۍ سره ډكولې شي ولې اے جي پي آر كښې دا پوسټونه د وزيراعظم د منظورۍ نه غېر وركولې شي۔ دا عمل به هم سپېځلې كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل پاكستاني حكومت كووډ 19 قابو كولو له غوره حكمت عملۍ سره كار وكړو۔ د هېواد معيشت ئې معاشي ستونزو څخه ساتلې دې۔ په نورو هېوادونو كښې رنځوران روغتونونو څخه بهر په نظر راغلل ولې دلته د لوئے څښتن فضل دے صورتحال ښه دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل وزيراعظم نړيوال شهرت لرونكې شخصيت دے دده موازنه موروثي سياستمدارو سره كېدې نه شي۔ ده ووئيل پخوانو دواړو حكمران ګوندونو د خپل مالي او سياسي ګټو لپاره هره حربه وكاروله۔ زمونږ د ګوند كردار ښكاره دې ځكه وايؤ چې پاكستان او كرپشن يو ځائې تلې نه شي۔ زمونږ منشور پاكستان بچ كول او ددوئي منشور كرپشن بچ كول دي