پاكستانو انجينئرانو د قحطې ملخانو په ضد آپرېشن لپاره ډرون جوړ كړے. فواد چوهدري

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير فواد چوهدري وئيلي دي د پاكستان انجينئرانو د قحطې ملخانو په ضد آپرېشن لپاره ډرون جوړ كړے، كوم به چې ډېر زر په مناسبه بېعه ماركيټ كښې ترلاسه كېدے شي. د زيارت په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د ډرون په ټېكنالوجۍ كښې پاكستان تر كافي حده اېډوانس تللے ، ده ووئيل كركيلې لپاره ډرون تر ټولو مهم څيز دے. ده ووئيل د ډرون د لارې په سپرے كولو كم خرڅ راځي او دې سره به وخت هم بچت كېږي. ده ووئيل د ډرون د لارې سپرے كولو لپاره د لږو كسانو ضرورت وي. فواد چوهدري ووئيل مونږ دا د پاك افغان پولې حفاظت لپاره كارولے و او اوس به ئې مونږ د كروندګرو اسانۍ لپاره په خپلو پټو كښې كاروو