ټوله نړۍ كښې د کورونا وائرس له امله د ځپلے شوو شميره يو كروړ 5 لکهه څخه زياته شوه ، د مړو شميره 5 لکهه 14 زره ته ورسيده

واشنګټن/لندن 01 جولائی (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د کورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره يو كروړ 5 لاكهه څخه زياته شوي دغسې تر اوسه د دې وائرس له امله 5 لکهه 14 زره څخه زيات كسان مړه شوې دي۔ د شورو په ورځ د امريكې ميډيا له مخې نړۍ كښې تر ټولو زيات ځپلے هيواد امريكا دے چرته چې 27 لکهه څخه زيات كسان د کورونا وائرس له امله ځپلې شوي دغسې تر اوسه يو لاكهه 30 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ کورونا وائرس په ټوله نړۍ كښې تندۍ سره خپريږي، د نړۍ په بيلو هيوادونو كښې 1,05,90,724 كسان ځپلې شوي۔ تر اوسه 5,14,020 كسان د كورونا له امله مړه شوي۔ نړۍ كښې د کورونا فعاله رنځورانو شميره 42,78,434 ده۔ امریکا كښې د کورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 27,27,853 ده، هيواد كښې د مصدقه فعاله رنځورانو شميره 14,54,397 ته رسيدلې ده ۔ امریکائي چارواكو وئيلي دي ټول هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 130122 كسان مړه شوي۔