ټاكنو كښې د كامیابۍ په صورت كښې به امریكا په وړومبۍ ورځ د روغتيا نړيوالې ادارې بيا برخه جوړوم، جوبائیډن

واشنګټن 08 جولائی (اے پی پی) د امریكې پخواني نائب صدر او ډیموكریټ صدارتی امیدوار جوبائیډن د امریكې صدر د اړخه د روغتيا نړآوالې ادارې څخه په باضابطه توګه لاس په شا كيدو نوټيفكيشن په جمع كولو خپل غبرګون كښې وئيلي دي چې كه د امريكې صدر وټاكل شوم نو په وړومبۍ ورځ به امریكا د روغتيا نړآوالې ادارې بيا برخه جوړوم۔ ده تيره ورځ خپل يو ټويټ كښې ووئيل چې چې كه د امريكې صدر وټاكل شوم نو په وړومبۍ ورځ به امریكا د روغتيا نړىوالې ادارې بيا برخه جوړوم او په نړيواله كچه به د امریكې قیادت بيا بحالولې شي