يورام بنك اوپن ګالف ټورنمنټ به (نن) پېل كېږي

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) يورام بنك اوپن ګالف ټورنمنټ به (نن) د شورو په ورځ د اسټريا په رامساٶ ښار كښې پېل كېږي٬ چې پكښې به د نړۍ د ګالف نوموړي لوبغاړي د ټائټل ترلاسه كولو هڅې كوې۔ په ون يونټ كښې به سكاټش ګالفر كالم هل د خپل عزاز دفاع كوي۔ د ون يونټ انتظاميې له مخې د ټورنمنټ كاميابۍ لپاره تيارۍ بام ته رسېدلي۔ د يادونې وړ ده ټورنمنټ لپاره 5 لكه يورو انعام اېښودے شوے۔ جام به د جولائي تر اتلسمې نېټې دوام لري۔