وزیر اعظم عمران خان راروانه اونۍ د ديامر بهاشا ډېم دوره كوي

اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان راروانۍ اونۍ د تزويراتي اهميت لرونكي ديامر بھاشا ډېم دوره كوي او د تعميراتي كار جاج به اخلي۔ د خالي په ورځ د واپډا لخوا د جاري كړې شويې اعلاميې له مخې ديامر بھاشا ډېم پراجېكټ د ځينې سببونو له آمله تاخير سره مخ وو ولې بياهم موجوده حكومت د اوبو او برېښنا وسائلو ته ترجيح وركولو سره د دې مهمې منصوبې په لاره كښې ولاړ خنډان لرې كولو سره په دې د تعمير كار پېل كولو پرېكړه وكړه۔ ديامر بھشا ډېم د پاكستان د اوبو ٬ خوراك او توان سكيورټي ضرورتونه ترسره كولو لپاره يوه مهمه منصوبه ده۔ دا منصوبه په سندھ درياب جوړ شوي تربېلا ډیم څخه نزدې د 315 ٬ ګلګت څخه د 180 او چلاس ښار څخه د 40 كلوميټر په مسافت جوړولې شي۔ دا منصوبه به كال 2028ـ29 كښی ترسره شي۔ دې ډېم كښې په مجموعي توګه 81 لکھ اېکړ فټ اوبو ذخيره كولې شي۔ د دې د برېښنا پېدا كولو صلاحيت 4 زره 500 مېګاواټ دے۔ هر كال به قامي ګرډ ته دا ډېم اوسطاً18ارب یونټه برېښنا وركوي۔ ددې پراجېكټ په مهال او ددې ترسره كېدو سره ځائي به وګړو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي۔