وزيراعظم صوبو ته هدايت كړے چې په سمدستي توګه صوبائي فنانس كميشن تشكيل كړي چې دغسې په وروستو پاتې سيمو كښې د وسيلو يو ډول وېش ممكن شي

APP36-14 ISLAMABAD: July 14 – Federal Minister for Information and Broadcasting, Senator Shibli Faraz addressing press conference after federal cabinet meeting at PID. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټړ شبلي فراز وئيلي دي د وفاقي كابينې غونډه كښې د انتخابي اصلاحاتو، په سركاري ادارو كښې د مشرانو ټاكنې، د هاٶسنګ په څانګه كښې د اصلاحات او د روغتيا په څانګه كښې د نجي څانګې په شركت سره د روغتونو جوړولو غوندې د اېجنډا په مهمو آئټمونو غور شوے، وزيراعظم صوبو ته هدايت كړے چې په سمدستي توګه دې صوبائي فنانس كميشن تشكيل كړي چې دغسې په وروستو پاتې سيمو كښې د وسيلو يو ډول وېش ممكن شي، د وفاقي كابينې تر اوسه په 93 غونډو كښې 1759 پرېكړې شوي چې پكښې په 1579 عمل پېل شوے، په 28 پرېكړو عملدرآمد كښې تاخير دے اوبه 46 پرېكړو عملدرآمد كېدونكې دے، د كے الېكټرك په اړه پرېكړه به د وفاقي كابينې په راتلونكې غونډه كښې كولې شي، د انتخابي اصلاحاتو كمېټې وړاندېزونه حتمي پړاٶ كښې دي كوم به چې د وفاقي كابينې په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كولې شي، په غونډه كښې د يوريا، آر اېل اېن جي، نېشنل ټيلي كميونيكېشن د اېډجسمنټ پشان نورې مهمې پرېكړې هم وكړې شوې، د سركاري ملازمانو د پنشن او حج په اړه د خاص فنډز په جوړولو غور كولے شي. ده دا خبرې د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سنېنېټر شبلي فراز ووئيل چوزيراعظم عمران خان د قومي اسمبلۍ او د سېنېټ د راتلونكو ټولټاكنو د سپيځلو كولو پوخ عزم لري. د كابينې په غونډه كښې د اعظم سواتي په مشرې كښې د جوړې كړې كمېټې په تجويزونو هم غور وكړے شو. د كمېټې وړاندېزونه وروستي پړاٶ كښې دي كوم به چې د كابينې په راتلونكې غونډه كښې وړاندې كړے شي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د كابينې په غونډه كښې په سركاري ادارو كښې د مشرانو د ټاكنې په معامله هم غور وكړے شو. په تېر وخت كښې په دې لړ كښې ډېرې بې ضابطګۍ كېدې او دا يو لوي چېلنج دے. ده ووئيل حكومت د اصلاحاتو مېنډېټ سره اقتدار ته راغلے. اصلاحات كول اسان كار نه وي ځكه چې په دې كښې خنډونه هم راځي، خو مونږ هڅې كوو چې داسې اصلاحات وكړے شي چې په راتلونكي وخت كښې څوك بې ضابطګۍ ونه كړي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د ډاكټر عشرت حسېن په مشرې كښې كمېټي په دې كار كوي او وزيراعظم هدايت كړے چې په دې لړ كښې دې جامع نظام تشكيل كړے شي. د كابينې په غونډه كښې د عصمت خټك د نېشنل اېكرېډيټېشن كونسل د مشر په حېث د ټاكنې منظوري هم وركړې شوه. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل د وفاقي كابينې تر اوسه په 93 غونډو كښې 1759 پرېكړې شوي چې پكښې په 1579 عمل پېل شوے، په 28 پرېكړو عملدرآمد كښې تاخير دے او په 46 پرېكړو عملدرآمد كېدونكې دے، د كے الېكټرك په اړه پرېكړه به د وفاقي كابينې په راتلونكې غونډه كښې كولې شي. د روغتيا څانګې اصلاحاتو په اړه د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل زمونږ حكومت په بېلا بېلو پېكجونو غور كوي ځكه چې ټول روغتونه حكومت يوازې نه شي جوړولې. دې لپاره په سركاري زمكه د نجي څانګې په شركت د روغتونو جوړولو په معامله هم خبرې شوي.