هند كښې د كورونا وائرس ځپلو شميره6 لكهه څخه زياته شوه ،نور 434 كسان د كورونا له امله مړه شول، د مړو شميره 17848 ته ورسيده

نوې ډيلې 02 جون (اے پی پی)هند كښې د كورونا وائرس ځپلو شميره 6 لكهه څخه زياته شوې ۔ د هند ميډيا د روغتيا وزارت په اړه وئيلي دي د هيواد بيلو سيمو كښې د كورونا 19148 نوي رنځوران رامخې ته شوي ۔دې نه پس د ځپلو مجموعی شميره 605220 ته رسيدلې ده ۔ هند كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال نور 434 كسان د كورونا له امله مړه شوي ۔دې سره د مړو شوو كسانو مجموعي شميره 17848 ته رسيدلې ده۔ هند كښې دا مهال د كورونا وائرس 227476 فعال كيسونهوجود لري۔ هند كښې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے ریاست مهاراشټر دے چرته چې د كورونا 5537 نوي كيسونه ریكارډ شوي دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال ریاست كښې نور 198 كسان مړه شوي۔ د نوې شميرې له مخې ریاست كښې د ځپلے شوو كسانو شميره 180298 ته رسيدلې او د مړو شميره 8053 ته رسيدلې ده۔ ریاست مهاراشټر كښې د كورونا له امله تر اوسه 93154 كسان ځپلې شوي۔ هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميرې په اعتبار تامل ناډو ریاست په دويم لمبر دے چرته چې په تيرو 24 ساعتو كښې د كورونا وائرس 3882 نوي كيسونه رامخې ته شوي