هره ورځ يو نوې مافيا رامخې ته كېږي، اوس پوهه شوو چې ټولو څنګه په ګډه لوټ مار كولو۔د ډاکټر شهباز ګل ټويټ

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) سياسي چاور لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر شهباز ګل وئيلي دي هره ورځ يو نوې مافيا رامخې ته كېږي، اوس پوهه شوو چې ټولو څنګه په ګډه لوټ مار كولو۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې ده ووئيل تاسو ته به ډېر زر د يو نوې مافيا په اړه معلومات دركړو او د وزيراعظم عمران خان لخوا د اخستې شوې ايكشن په اړه به هم تاسو خبر كړو۔ ده ووئيل ټول نظام مافياز تباه كړے٬ خو مافيا دې ځان پوهه كړي چې عمران خان به هېڅوك پرې نه ږدي