هانګ كانګ كښې د كورونا وائرس كيسونو زياتيدو له امله د تعلیمی ادارو په بندولو غور

هانګ ګانګ 10 جولائی (اے پی پی) هانګ كانګ كښې په ځائې توګه خپريدونكې د كورونا وائرس نوو كیسونو كښې د زياتوالې نه پس د ټولو سكولونو بندولو اعلان امكان لري۔ د هانګ كانګ ميډيا له مخې تيره ورځ ښار كښې 42 نوي كیسونه راپور شوې چې پكښې 34 په ځائې توګه منتقل شوي وؤ، د جمعې په ورځ د نورو 30 كسانو د كورونا وائرس ټيسټ مثبت راغلے۔ راپور له مخې تيرو دوو ورځو كښې په ځائې توګه د دومره كيسونو رامخې ته كيدو نه پس د ټولو سكولونو او نورو تعلیمی ادارو په بندولو غور روان دے